عَنْ ثَوْبَانَ رضي الله تعالی عنه قَالَ :رسول الله صلي الله تعالی عليه وسلم اَفْضَلُه لِسَانٌ ذَاکِرٌ وَّقَلْبٌ شَاکِرٌ وَّزَوْجَةٌ مُّؤمِنَةٌ تُعِينُهُ عَلٰي اِيْمَانِهِ (ترمذي ابن ماجه مشکوة ص 198
حضرت ثوبان رضي الله تعالی عنه فرمائي چي موږ دامعلومول وغوښتل چي کوم مال نفعه ورکوونکي دی چي موږ هغه اختيارکړ،ونبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم وفرمايل چي ترټولونفعه ورکوونکي شی دادئ چي سړي ته ذکرکوونکې ژبه ، شکرايستونکی زړه يې نصيب شي اوداسي ايمانداره مېرمن چي له ده سره په دين باندي مددکوونکي وي .
فائده : نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم په دې حديث مبارک کي درې ګټورشيان بيان کړي دي :
(۱) ذکرکوونکې ژبه : هغه ژبه چي الله لره ښه يادوونکې وي يعني هروخت دالله په ياد سره مشغوله وي اوپه هغه سره رطب اللسان وي مطلب دادی چي هروخت دالله په يادکي وي کله په لمانځه کي کله په تلاوت کي کله په درودکي کله په استغفارکي کله په سبحان الله اوالحمدلله کي وي که ويښ وي نودالله ذکرکوي که ويده وي نودالله په يادکي وي که په بازارکي وي نودالله ذکرکوي چي کله يې وويني نوژبه يې دالله تعالي په يادکي بوخته وي، ددې لوئ فضيلت دئ،دادالله ددوستانومقرب بندګانواودجنت والوپېژندګلوي ده،چي کله انسان دډېرذکرسره عادت ونيسي نوجسماني کاردده دذکرمانع نه ګرځي بلکه دوئ به دلته کارهم کوي اوهلته به يې ژبه دالله په ذکرکي هم مشغوله وي ، اې خوندواومندو! که چيري دالله رضاغواړئ نوچي کوم وخت خوراک پخوئ اويابل کارکوئ نوژبه دالله په ذکرمشغوله ساتئ.
(۲) شکرايستونکي زړۀ : شکرکوونکي زړۀ ډېرارزښتمن دی،په شکرسره په نعمت کي زياتوب کيږي، دشکرمطلب دادئ چي دالله ورکړل شوی نعمت لکه صحت اومال دالله په نافرماني کي خرڅ نه کړي اودګناه اسباب اختيارنه کړي؛ ځکه چي داهم په ناشکري کي داخل دي.
(0) ايمانداره اوپردين باندي مددکوونکې مېرمن : درېيم اهم شی چي ددې مقام په اعتبارسره دئ،هغه داچي دچاداسي مېرمن وي چي دخپل خاوندسره دهغه دآخرت اوددين په کاروکي مرسته کوونکې وي ، مثلاً که خاونديې تبليغ ته ولاړشي اوددين کارکوي اوياپه مدرسه کي سبق ورکوي نوښځه دې ددي په مقابله کي ددنياطرفته دمالي ګټې ته په کتلوسره خپل خاوندددين دکارڅخه نه منع کوي،اوهغه ته دې دانه وايي چي په دې کارکي مالي نقصان دی،داپرېږده اوددنيايوبل کاروکړه،ډېرې داسي ښځې شته چي خاونديې په مدرسه کي مدرس(ښوونکی) وي اوکمه تنخواه يې وي،نوداښځه هغه درس په ده پريږدي اوپه بل دنيوي کاريې بوخت کړی، ددې دپاره چي زيات مال لاس ته راوړي، مثلاً: په دوکاندارۍ کي يې ولګوي اويايې بهرملک ته وليږي، دادښځي ددين خلاف مدد دئ،لنډه داچي که چيري خاوند ددين اوآخرت کارونه اختياروي اودهغوڅخه ددنيايوڅه نقصان معلوميږي نوبيادې هم ښځه ورته په ديني کاروکي دنورخدمت کولوشوق ورکوي،اوملاتړ دې کوي، ددنيادتنګۍ اودکمښت دوجهې څخه دې هغه نه پرېشانه کوي، داسي ښځه دخاوندپه حق کي ډېره بهتره ده، اوهم ددې فضېلت ډېردئ ، لکه څنګه چي يوه واقعه ده چي يوسړي عالم ، حافظ اودينداره وو،اوپه مدرسه کي يې ديني خدمت کاوه،دواده څخه پس بي بي ورته وويل چي په دې لږ تنخواه کي به زموږ ګذاره څنګه وي !؟ فلانۍ ښځې ته وګوره چي په څنګه عيش اوعشرت کي اوسيږي فلانۍ کورته وګوره چي هرڅه څومره پکښي زيات دي، فلاني سړي ته وګوره چي دتجارت يادوکاندارۍ يادبهرملک دکارکولوله امله څومره خوشحاله دی، څومره دخوراک څښاک اوداسبابوفراخي يې ده، نوهغې ښځې خپل خاوندددين دخدمت څخه ليري کړی، اوپه دنيوي کارکي يې ولګاوه، ددې دپاره چي ددنياشته ترلاسه کړي،داسي ښځه بهتره نه ده چي هغې دآخرت دهميشه راحت په مقابله کي ددنيادڅوورځودژوندراحت غوره کړو، دارنګه ددې دامطلب هم دئ چي په لمانځه ، روژه ، صدقه اوخيرات کي دخاوندمددوکړي،که خاوندلږ سست شي نوپرهغه ټينګارکوي اودلمانځه دپاره يې پورته کوي،په تبليغي اوديني کاروکي ورته شوق پيداکوي، مدرسې،جماعت اودغريبانوسره مرستې ته يې هڅوي،اوتاکيدورته کوي، نوداسي ښځه دخاونددپاره ګټوره ده، چي دداسي ښځې له امله دخاوندآخرت برابريږي، اوپه همدې سره دهغه دعمل هغومره ثواب هغې ښځې ته هم ورسيږي ،نيکي ته هڅوونکې ته به هم دنيکي کوونکي په شان ثواب ورسيږي، همدارنګه ستره بختوره ده هغه مېرمن چي دخپل خاوند سره په دينی کارونواوعبادتونوکي مرسته کوي، که لمونځونه پريږدي اوياسستي پکښي کوي نودلمونځودپابندۍ ترغيب ورکوي، دهغه جامې صفااوپاکې ساتي،داوداسه اوغسل انتظام ورته کوي،ددې دپاره چي پروخت باندي په سکون سره لمونځ وکړي داسي ښځه پخپله هم جنتي ده اودخپل خاوند دپاره هم دجنت ذريعه ده، چي که چيري خاوند دينداره نه وي نوخطره ده چي دداسي خاوندملګرتيابه په جنت کي ترلاسه نه کړي، په دې وجه بايدښځه دهغه دديندارجوړولوهڅه اوهاند وکړي چي ددنياپه شان په جنت کي هم ورسره وي
افغانستان